په داسې حال کې چې د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي او غرنیو کلیوالو سیمو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه شته، خو د جمعې شپې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۲۸۶۲ته رسېدلی.
د دغه راپور له مخې د ټپیانو شمېر هم له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۷۶ ته لوړ شوی دی. په ځینو سیمو کې ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې بند پاتې کسان او یا یې جسدونه له خاورو او خځلو را وباسي.
د وخت په تېرېدو سره د خلکو د ژوندي موندلو هیلې هم کمېږي.
د مراکش حکومت د ځینو هېوادونو د مرستې وړاندیز منلی خو د نورو په اړه چوپه خوله دی.
د پېښې ډېرى قربانيان د غرنيو سيمو اوسېدونکي دي او په يادو سيمو کې زيانمن شوي خلک مرستو ته سخته اړتيا لري.
د جمعې په ورځ د سپټمبر په اتمه نېټه په ځايي وخت په مراکش کې د ریکټر په کچه د ۶،۸ درجې زوروره زلزله وشوه. ډېره مرګژوبله او ویجاړی په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې دی.
په زلزله کې د مراکش زوړ ښار چې د يونيسکو نړيوال ميراث برخه دی، هم زيانمن شوی دی.