د افغانستان د مالیې وزارت وایي،د روان مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې یې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه وزارت لخوا رسنیو ته په استولي شوي پیغام کې راغلي چې له دې شمېر ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ۳۴۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عواېدو او ۲ میلیارده ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د روان مالي کال له پیله د کب میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې يې عوايد ۲۹ میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ شوي دي.