Home » اقتصادی » مالیې وزارت:د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي
رویداد خبري آژانس

مالیې وزارت:د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان ولسې جرګې د دوهم ځل لپاره د روان مالي کال د بودجې طرح رد کړه،

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي پرون شنبې (د مرغومي ۲۷ مه نېټه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: “تر څو چې بودجه پاس شوې نه‌وي، موږ هېڅ پروژه شروع کولای نه‌شو او نه هم د پروژې قرارداد او مطالعه کېږي، هر څومره چې وخت ځنډېږي، هماغومره د پروژو تطبیق وروسته کېږي، یعنې په وخت او زمان سره نه‌تطبیقېږي، که چېرته وخت زیات تېرېږي، بیا ورو ورو مشکلات زیاتېږي.”

مالیې وزارت وایي، د بودجې د طرحې بله بڼه به هم ولسي جرګې ته ولېږي، خو وایي دا چاره لږ وخت نیسي ځکه چې د کابینې منظورۍ ته هم اړتیا لري.

مالیې وزارت په وروستۍ طرحه کې چې ولسي جرګې رد کړې، ۱۴۰۰م مالي کال ته ۴۷۳ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...