د کابل په سوېل ۴۰ کیلومټرۍ لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر سروې چارې پیل شوې چې ۸۰۰میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي. دغه نړیوال هوايي ډګر د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا په دښته کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړېږي.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې نړیوال هوايي ډګر په ۲۰ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د توپوګرافي چارې يې نن رسما پیل شوې.
رحیمي د لوګر ولایت ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د محمداغې ولسوالۍ په دولت دښته کې د جوړېدونکي هوايي ډګر امنیت خوندي کړي او هیچاته اجازه ورنهکړي چې د دغه ډګر د بیارغونې مخنیوی وکړي.
والي همدارنګه زیاته کړه، د نوي هوايي ډګر د جوړېدو د امنیت لپاره د ملي اردو یوه لېوا ځانګړې شوې چې ټول لوګر په خاص ډول د دولت کلا په شاوخوا ۲۰ کیلومټرۍ کې ځای پر ځای شوې ده چې په امنیتي کمربند کې یې پر ټولې محمد اغې ولسوالۍ سربېره د لوګر مرکزي سیمې، د برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالۍ شاملې دي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه هوايي ډګر له جوړېدو سره سم به افغانان له امنيتي، سیاسي او اقتصادي اسانتیاوو برخهمن شي.
د دغه ولایت اوسېدونکي په دولت غږ کوي چې په محمداغې ولسوالۍ کې امنیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی او باید ژر تر ژره د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره اضافي امنيتي سرتېري هم په دندو وګماري.