له تعلیم پاتې نجونې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او وایي چې په خراب روحي او رواني حالت کې ښکېلې دي.
دا نجونې له ا.ا غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په پرانیستو سره دوی ته دې زدهکړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کې له ۱.۱میلیون زیاتې ښوونځیو او له سل زرو زیاتې نجونې پوهنتون ته له تګ محرومې شوې دي.
له زدهکړو لرېوالی، نامعلومه راتلونکې او بېروزګاري هغه ستونزې دي چې په زرګونو نجونې ورسره مخ دي.
یو شمېر له زدهکړو محرومې نجونې له ا.ا څخه غواړي چې د تعلیم درزواې یې پرمخ خلاصې کړي، تر څو دوی د خپل علم او تحصیل په واسطه هېواد ته د خدمت جوګه شي.
شبنم قریشي د کابل پوهنتون د درېیم کال محصله وایي چې له تحصیل څخه د پاتېکېدو وروسته په روحي او رواني ناروغۍ اخته شوې ده.
نوموړې چې شپه او ورځ د خپلو موخو لپاره هڅه کوي وایي: “د ښځینو کار لکه د نارینه د ټولنې لپاره اړین بلل کېږي. ښځې نیمه ټولنه جوړوي. له تحصیل څخه د ښځو په منع کولو سره نشو کولای چې روښانه راتلونکې ولرو.”
همدارنګه نګینه هم وایي: “د ښوونځي په یولسم ټولګي کې وم چې حکومت مو ښوونځي وتړل. هیله مې درلوده چې ډاکټره شم او ټولنې ته خدمت وکړم، خو دا هیله مې په رښتیا بدله نشوه.”
نوموړې له ا.ا خڅه غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونو په خلاصولو سره نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د یادولو وړ ده چې ا.ا د نجونو د زدهکړو په اړه وایي چې د نجونو ښونځیو او پوهنتونونو د پیلېدو لپاره هڅې روانې دي، خو لا یې د دغه کړنې د عملي کولو لپاره کومه ځانګړې نېټه نه ده ښودلې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عملي، ښوونیز او کلتوري سازمان (UNESCO) د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۱.۱میلیون نجونې له ښوونځي او له سل زره زیاتې له پوهنتون پاتې دي.