د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي.
د کرنې وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي.
یاد وزارت وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي.
بلخوا په لغمان کې د کروندګر هم خوښ دي چې حاصلات یې زیات دي خو وایي د پلور بازار یې بې کم رنګه دی.
کروندګر زیاتوي، که دولت يې د حاصلاتو پلور لپاره د مارکېټ غمه وکړي نو له تاوان نه به خلاص شي.
سید الرحمن هغه کروندګر چې ګلپیان یې کرلي وایي هرکال په خپل فصل ډېر لګښت کوي خو څنګه چې دی تمه لري ګټه ورته نه کوي.
نوموړی وایي ډېرکله یې د ګلپیانو حاصل په پټیو کې خرابېږي او بیا یې په هغه چا په ارزانه پلوري چې حیواناتو ته یې د وښو په خاطر ورکوي.
سیدالرحمن زیاتوي، د هر فصل د حاصلاتو پلور برخه کې ورته ستونزو سره مخ وي ګټه یې کمه تاوان یې ډېر وي.
لغمان د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې هر کال ښه حاصلات بازار ته وړاندې کوي.