د افغانستان دکرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د بېرې۴۰۰ هکټاره ځنګلونه جوړ شوي دي.
د لغمان ولایت دکرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دې نیالګیو د کېښودو لړۍ دوه کاله وړاندې د خوړو نړیوالې ادارې ‘ WFP’ په مرسته پیل شوې چې په یاده موده کې یې ۶۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې یاد ځنګلونه په دې ولایت کې د شاتو مچینو روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي.
هغه وویل:” د بېرې ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار، د یادو ونو د نیالګیو د تولید او اېښودو پروژه مو د خوړو نړیوالې ادارې «WFP» په همکارۍ پیل کړی دی، چې له نېکه مرغه په دوو کلونو کې مو ښې لاسته راوړنې درلودې. تر دې دمه مو په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي اېښي دي او په پام کې لرو، چې په راتلونکې کې هم ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي کېنوو، او دغه راز نورو ولایتونو ته یې د وېش په پار و لېږو.”
د نوموړي په وینا لغمان سره د ننګرهار، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه هم د بېرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بېرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لري ښه وده کوي.
د کرنې اوبو لګونې وزارت د معلوماتو له مخې مچۍ د بېرې ونې له ګلونو ګټه پورته اخلي او د باکیفته شاتو د تولید او زیاتوالي په برخه کې رغنده رول لري.