Home » افغانستان » قریشي: طالبان نه غواړي د دوحې تړون مات کړي
رویداد خبري آژانس

قریشي: طالبان نه غواړي د دوحې تړون مات کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون سه شنبه اګست ۲۵مه (وږي ۴) له ملا عبدالغني برادر سره د افغان سولې په اړه خبري کړي دي.


په دغه ناسته چې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی،له یادې غونډې وروسته محمود قریشي رسنیو ته وویلي طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي او باوري دي چې په افغان سولې کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کیدلی شي.


د قریشي او ملا برادر په ناسته کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید هم ګډون درلود.


قریشي له ناستې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویلي د دوحې په تړون باید ګټ مټ عمل وشي، دی هلیه وښوده چې ددې ناستې څخه وروسته به یوه لاره راووځي.


ملا برادر پاکستان څخه مننه کړې چې د سولې په پروسه کې هڅه کوي.


د پاکسان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې په اعلامیه کې لیکل شوي چې، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او طالب پلاوي ترمنځ په دې لیدنه کې قرېشي یاد پلاوي ته باور ورکړ، چې پاکستان یو سوله ييز، باثباته، متحد او ډیموکراتیک افغانستان غواړي.


دا په داسې حال کې ده چې د ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د سفر په تړاو افغان حکومت څه نه دي ویلي.
ملا برادر او ورسره مل پلاوی یې دوشنبه اسلام اباد ته لاړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...