Home » سپورټ » فوټبال؛ افغان ملي لوبډلې له فیلیپین څخه ماتې وخوړه

فوټبال؛ افغان ملي لوبډلې له فیلیپین څخه ماتې وخوړه

د افغانستان او فیلیپین د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه دوستانه سیالي ترسره شوه چې دوه د یو پر وړاندې فیلیپین وګټله.

یاده سیالي د فیلیپین په پلازمینه مانیلا په رزال لوبغالي کې ترسره شوه چې فیلیپین دوه او افغانستان یو ګول وواهه.

د لوبې لومړۍ نیمايي پرته له کوم ګوله په مساوي ډول پایته ورسیده، خو دا افغان لوبغاړي وو، چې لومړی ګول یې وواهه.

امید پوپلزي د لوبې په ۶۴ دقیقه کې د لوبې او افغانستان لومړی ګول وواهه، خو سیالې لوبډلې بیا د لوبې په ۷۴ او ۸۱ دقیقو کې دوه ځلې ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.

افغانستان په تدارکاتي لوبو کې ۲ مساوي او یوې ماتې سره مخ شوو او له دې وروسته باید ځان د منګولیا سره لوبو لپاره چمتو کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...