د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، هغه پنځه کلن اسناد لرونکي موټر چې تېره ورځ په دغه ولایت کې نیول شوي، نن به خوشې شي.
ښاغلي امر خېل ویلي، که څه هم د پنځه کلن اسناد لرونکو موټرو فعالیت د قانون خلاف او امنیتي تهدید دی، خو زیاتوي چې دا ستونزه هېواد شموله ده؛ چې په وینا یې یوه هېواد شموله حل لاره هم ورته په کار ده.
نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال د پنځه کلنو اسناد لرونکو موټرو نیول د حل لار نه ده او نه هم غواړو چې ولس په زحمت کې شي.
هغه په دې اړه پر خپل فېسوک پاڼه لیکلي:” زموږ کوښښ دا دی چې د مرکزي حکومت سره په تفاهم دې مسئلې ته قانوني،دایمي او اساسي حل لار چې د خلکو او حکومت ته په کې ګټه وي،پیدا کړو .”