Home » اقتصادی » سږ کال لوګر کې څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم تولید شوي
رویداد خبري آژانس

سږ کال لوګر کې څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم تولید شوي

لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې سږ کال په لوګر کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي چې له ۲۱۶۰۰ هکتاره اوبیزې ځمکې کې او له څلورسوه جریب للمې ځمکې څخه څه باندې ۵۰ زره ټنه غنم راټول شوي دي.

دوی وايي چې په لوګر کې بزګران ته د کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی، چې سږ کال له ۲۱۶۰۰ هکتاره ځمکې څخه څه باندې ۵۲۹۲۰ ټنه غنم تر لاسه شوي دي.

د یاد ولایت ډیری بزګران د کرنې او مالدارۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې دغه ولایت ته پاملرنه وکړي د محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي او د بزګرانو لپاره عامه پوهاوی ترسره کړي او د دوی د تولیداتو د پلور لپاره زمینه برابره کړي.

لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مشرعبدالله تسل وايي چې د کرنې ریاست له لوري د لوګر ډیری بزګرانو ته د کرکیلې په اړه عامه پوهاوی،لازمې لارښونې او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.

تسل زیاتوي چې سږ کال د لوګر مالدارانو او بزګرانو له۲۱۶۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې څخه د غنمو ښه حاصلات ترلاس کړي دي چې په ترڅ کې يي له اوبیزې اوللمې ځمکې څخه ۵۲۹۲۰ ټنه غنم راټول کړي دي.

رویداد خبري آژانس

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل،چې دوی هڅه کوله چې سږ کال د لوګر د غنمو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راولي ولې د باراني موسم او د اقلیم له بدلون سره غنمو یو ډول ناروغۍ پیدا کړه نو ځکه يي حاصلات له تیر کال سره یو برابرول.

همدارنګه د لوګر ولایت اوسیدونکي او بزګران وايي چې د کرنې ریاست له لوري دوی ته اصلاح شوي تخمونه او د کرکیلې په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

دوی زیاتوي چې په روان کال کې د زیات ورښت له امله بزګرانو ونه شوی کړل د غنمو ښه حاصلات ترلاس کړي نوځکه سږ کال غنمو په لوګر کې ښه حاصلات ورنکړل.

د لوګر بزګران او مالداران د کرنې او مالدارۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته اصلاح شوي تخمونه، د عامه پوهاوی پرګرامونه ورکړي د میوه جاتو اوسبزي جاتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابره کړي ترڅو د دوی حاصلات په لوړه بیه وپلور شي.

دا په داسې حال کې ده چې لوګر پلازمینه کابل ته په ۶۵ کیلو مترۍ کې پروت یو صنعتي او زارعتي ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي يي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې له دې لارې د خپل کور ورځنۍ چارې سمبالوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...