سږکال په میدان وردګو کې څه باندې۳۱ ټنه ګبین ( شات) تولید شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې د مچیو روزلو له ۱۶۱ کوچنیو او لویو فارمونو څخه چې ۵ زره او۵۵۱ کورنۍ په کې روزل کېږي، سږکال څه باندې ۳۱ ټنه شات تر لاسه شوي دي.
د احمد تسل په وینا په دې ولایت کې ډول ډول شات تولیدېږي، چې یوه کیلو یې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
نوموړي دغه راز ویلي د دې ولایت د سړې هوا او ژمي په راتلو سره، د شاتو مچیو روزنکي د ښه تولید لپاره د شاتو مچۍ ګرمو ولایتونو لکه ننګرهار، خوست او کندهار ته وړي او د پسرلي په پیل سره بېرته بیا میدان وردګو ولایت ته راوړل کېږي.
بلخوا د افغانستان دکرنې وزارت وایي د میدان وردګو ولایت په نهو اداري واحدونو کې د مچیو روزنه کېږي، چې ډېری یې ایټالوي ډوله دي، چې په پسرلي، اوړي او مني کې په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې چې مناسبه هوا او چاپېريال ولري ساتل کېږي.