د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي، دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري.
نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی.
د سوډان او افریقايي ټولنې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د دې ټولنې د کمېسیون مشر موسی فکي محمد تېره اوونۍ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو له یوه سیاسي سلاکار سره وکتل، دې مسئلې د برهان د حکومت سخت عکس العمل وپاراوه.
د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د اپرېل میاشتې له نیمايي جګړه روانه ده، چې د مړو شمېر په کې ۷۵۰۰ ته رسېدلی دی.