په میدان وردګو ولایت کې د یو شمیر ساختماني شرکتونو خاوندان شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې زیاتره غټې پرمختیايي پروژې له اعلان پرته او یاهم له اعلان مخکې هغه شرکتونو ته ورکول کیږي چې چارواکي ورسره اړیکې پالي او هغه شرکتونو ته پروژې نه ورکول کیږي چې اړیکې ونلري.
دوئ زیاتوي، چې کله یوه پروژه اعلان شي دوئ مربوطه ریاست ته مراجعه وکړي هلته ورته ویل کیږي چې په پروژه باندې مخکې نه بیډ شوی تاسې ناوخته راغلئ .
د یادو شرکتونو استازو یوې وروستۍ پروژې ته په اشاره وویل، چې د میدان وردګو ولایت د ټولګټو په ریاست کې د سړک یوه پروژه مخکې له اعلانه شرکت ته په قرار داد ورکړل شوې ده.

دوئ زیاتوي، چې د اسد میاشتې په ۲۹مه نیټه د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسود ولسوالۍ کې د (بند بوته) په نوم سړک د بیا رغونې پروژه د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په ملي هدف جریده کې اعلان شوه خو د ټولګټو ریاست یاده پروژه په همدې ورځ په ۲۹ د اسد له یوه شرکت سره قرارداد کړې او دوي ته یې ویلي چې تاسو ناوخته راغلی یاست.
ورته مهال د ټولګټو ریاست چارواکو یادې پروژې په اړه وویل، چې دوی د پروژې اعلان په ملي راډیو ټلویزیون کې کړی خو ترکومه چې معلومات دي ملي راډیو په یوه شپه او ورځ کې محدود محلي نشرات لري.
دیادولو وړ ده چې د تدارکاتو په قانون کې په صراحت راغلي پروژه دې داسې رسنۍ له لارې نشرشي چې اکثریت خلک ورته لاسرسی ولري او د پروژې د اعلان د نشر وروسته ۲۱ ورځې د وخت ورکړل شي ترڅو علاقمند شرکتونه ورته خپل اړوند اسناد او قیمت ګزاري چمتو کړای شي .
