Home » سیمه او نړی » زرګونه کسان لیبیا کې د سیلابونو او توپان له امله نادرکه شوي

زرګونه کسان لیبیا کې د سیلابونو او توپان له امله نادرکه شوي

سور صلیب نړیوال سازمان وايي، چې په لیبیا کې د توپان او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۰ زره کسان نادرکه شوي او له همدې امله کیدای شي، چې د قربانیانو شمېر ډېر لوړ شي.

لیبیا کې د ژغورونکیو ډلې وايي، چې د یادو زرګونو کسانو لټون لپاره په هڅو بوختي دي.

راپورنه وايي، چې په دې هېواد کې د توپان او سیلابونو د راوتو له امله څه باندې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

که څه هم ګڼو هېوادونو د مرستو او ژغورلو غږ کړی، خو په لیبیا کې د دوو جلا جلا حکومتونو او سیاسي کړکیچ له امله، د ژغورلو هڅې ټکنۍ دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...