Home » سپورټ » زاړه سیالان په اسیا کپ کې؛ هندي توپ وهونکو ښه پیل وکړ، خو لوبه د باران له امله درېدلې ده

زاړه سیالان په اسیا کپ کې؛ هندي توپ وهونکو ښه پیل وکړ، خو لوبه د باران له امله درېدلې ده

د اسیا جام په دویم پړاو سیالیو کې نن (یکشنبه) د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له یوه بل سره مخ دي، دا لوبه د سریلانکا په کولمبو ښار کې روانه ده او دواړه لوبډلې د روان اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو هڅه کوي.

د دغې لوبې پچه یا ټاس پاکستان وګټله خو لومړی یې توپ اچونه غوره کړه، هغه پرېکړه چې په پیل کې پاکستان ته ګرانه تمامه ښکاري.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما بیا د پچې له بایللو وروسته وویل “مونږ هم غوښته چې لومړی بېټېنګ وکړو، په لومړیو کې به توپ وهنه څه سخته وي خو تېره لوبه کې مو ښه لوبه کړې او نن به هم د ښې لوبې هڅه کوو.”

که څه هم د هند د پیل منډي جوړونکیو ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، خو دا پاکستاني توپ اچونکي وو، چې د لوبې په ۱۷ او ۱۸ اورونو کې دواړه اوپنران روهیت شرما او شبمن ګیل وسوځول.

لوبډلمشر روهیت شرما په ۵۶ منډو د شاداب خان لخوا او شبمن ګیل په ۵۸ منډو د شاهین افریدي لخوا وسوځیدل.

لوبه د ۲۴.۱ اورونو ترسره کېدو وروسته د باران له امله درېدلې او یوازې دوه هندي توپ وهونکي سوځیدلي او ۱۴۷ منډې یې کړي دي.

هند او پاکستان د اسیا جام په لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې هم چې د افغانستان په ګډون ټولې شپږ لوبډلې پکې وې له یوه بل سره مخ وو.

د تېرې شنبې په ورځ ( د سپټمبر په دویمه) دغې لوبه کې هم هند اول توپ وهنه کړې وه او پاکستان ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۶۶ منډو هدف ایښی و.

په دغې لوبه کې پاکستاني چټک توپ اچونکي وتوانیدل چې د هند د پیل درې پیاوړي توپ وهونکي په لومړیو لسو اورونو کې اوټ کړي.

هغه مهال هند په لومړیو لسو اورونو کې د دریو لوبغاړو په زیان ۴۸ منډې جوړې کړې وې چې یادې لوبې ته په کتو نن یې پیل ډېر ښه دی.

وروسته هغه لوبه د باران له کبله ونشوه او دواړو لوبډلو ته یو یو پواینټ یا نمبره ورکړل شوه.

د دې سیالیو تنظیمونکو پتیلي که چیري د باران له امله لوبه ونشي، دا ځل لوبه له یوه سره نه لغوه کوي بلکې په سبا به لوبه له هماغه ځایه دوام کوي کوم وضعیت کې چې د باران له کبله دریږي.

دا په کرېکټ کې بیخي استثنایي حالت دی.

تنظیمونکو د دې کار دلیل د پاکستان او هند تر منځ د کرېکټ مینه والو مینه خوړوبول بللې، تر څو په وینا یې “د دوی تر منځ لوبه کې باید ګټیالی معلوم شي.”

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...