Home » افغانستان » رینا امیري: د جګړې د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ګډون اړين دی

رینا امیري: د جګړې د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ګډون اړين دی

د بشري حقونو او د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وایي چې د جګړې د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ګډون اړين دی.

هغې پرون شپه (سه شنبه د کب ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون او بشري حقونه له پامه نشو غورځولای او یا یې په لومړیتوب کې حساب نه کړو، موږ یې باید پیاوړې کړو.”

رینا امیري ټینګار کړی چې د اقتصادي بې ثباتۍ، راډیکالیزیشن او په افغانستان کې د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره د بشري حقونو رعایت او په ټولنه کې د ښځو بشپړګډون اړين دی.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د افغان نجونو پر مخ تړلې پاتې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...