د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وایي، تېره ورځ خلکو د عاشورا ورځې په مناسبت یوازې په کابل کې د وینې راټولونې مرکزي بانک ته څه باندې ۴ لکه سي سي وینه ډالۍ کړې ده.
د وینې راټولونې مرکز د کابل مشر ډاکتر عنایت الله هاشمي په وینا همدومره نوره وینه په ولایتونو کې خلکو د عاشورا ورځې په خاطر د وینې راټولونې په بېلا بېلو بانکونو کې ورکړې ده.
نوموړي یوې رسنۍ ته په خبرو کې وویل، کارمنان یې یو شمېر تکیه خانو ته د وینې ټولولو لپاره تللي وو.
د هغه په خبره، د نورو کلونو پرتله سږ ډېرو خلکو د عاشورا په مناسبت وینه ورکړه.
ښاغلی هاشمي زیاتوي، په نورو عادي ورځو کې هم خلک ورځي او وینه ډالۍ کوي، ځکه ښايي تر محرم وروسته هم د وینې ورکولو بهیر دوام پیدا کړي.