Home » سیمه او نړی » روسیې او اوکرایین پر یو بل نوي بریدونه کړي

روسیې او اوکرایین پر یو بل نوي بریدونه کړي

رپوټونه وايي روسیې او اوکرایین تېره شپه د یو بل پر بندرونو بریدونه کړي دي.

روسیې ویلي اوکراییني ځواکونو کریمیا کې د سېواستوپول ښار پر یوه بندر په برید کې لږترلږه لس تواغندي‌ او درې چاودېدونکي‌ بېړۍ کارولې.

کرایمیا لپاره د روسیې لخوا ټاکل شوي والي میخایل رازوژیایف ویلي چې په سېواستوپول کې د اوکراییني توغندیو د برید له کبله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې.

هغه په دې پېښه کې د ۲۴ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

بلخوا روسیې بیا اوکرایین کې د دانیوب سیند پر غاړه د اېزمائیل سیمې یو بندر چې اوکرایین ترې غله دانه صادروله، د ډرونونو په برید کې ویجاړ کړی دی.

د اودېسا سیمې والي اولېح کیپېر ویلي، چې په دغه برید کې شپږ کسان هم ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا د ډرونونو د دغه برید پایله کې اور لګېدلی چې بندري تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...