د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د دغو بندونو جوړولو له پاره د هيواد په ۲۱ ولایتونو کې شرایط برابر شوي دي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې د رپوټ له مخې، په روان کال کې به د ۴۴ نورو بندونو جوړولو چارې پيل شي. رپوټ زیاتوي چې د دغو بندونو د امکان سنجونې مطالعات او تفصیلي ډیزاین چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي.
په رپوټ کې راغلي: «په پام کې ده چې د یادو بندونو تړونونه په جلا جلا توګه، د روان کال په ثور میاشت کې لاسلیک شي.»
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي ارزونې پر بنسټ، د دغو ۴۴ بندونو ټولیز لګښت، څه باندې ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالر، اټکل شوی دی.
دغه بندونه به ، د ۱۲۰۰ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو او ۹۷ میګاواټه انرژۍ د تولید ظرفیت ولري او ترڅنګ به یې ۳۲۰ زره هکتاره کرهڼيزه ځمکه هم خړوبه کړي.
تر کار لاندې بندونه
چارواکي وايي، اوسمهال د شاه و عروس، پاشدان، بخش آباد، مچلغو، دهنه اره، خان آباد۲، کجکي، توری، پلتو شفلوغ او سراب بند په ګډون څه باندې ۱۰ لوی او واړه بندونه تر کار لاندې دي.
ولسمشر غني دوې اونۍ وړاندې، په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیست. دغه بند ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبه زیرمه کوي او ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه، خړوبوي.