Home » افغانستان » رحمت الله نبیل:افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسه اوږده شي او بین الافغاني خبرې وځنډېږي
رویداد خبري آژانس

رحمت الله نبیل:افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسه اوږده شي او بین الافغاني خبرې وځنډېږي

افغان حکومت هڅه کوي د سولې پروسه اوږده شي او بین الافغاني خبرې وځنډېږي د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي حکومت د سولې اړوند ضد او نقیضې څرګندونې کوي، پر ژمنو عمل نه کوي او په لوی لاس غواړي دغه پروسه وځنډېږي.

د نبیل په وینا طالبان هم په دې لټه کې دي چې پروسه وغځېږي او جګړې ادامه پیدا کړي.

د ملي امنیت پخوانی رییس وایي چې د افغانستان په سوله کې بهرنیان مداخله کوي نو ځکه هېڅ لوری هم د جګړې د پای او سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه اوچتوي.

دی زیاتوي چې حکومت د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د ناکامېدو په هیله دی او تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر به د طالبانو په اړه بېل دريځ ولري.

نوموړی وايي ټرمپ طالبانو ته په سیمه کې ډېر اهمیت ورکړ، دغه ډله ځان پیاوړی بولي چې له همدې امله د سولې په پروسه کې شرطونه اېږدي او ددې هر څه بیه عام افغانان پرېکوي او د جګړو اصلي بوج ددوی پر اوږو دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...