د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام پلازمېنې کابل ته وړل شوی او د دارالامان ماڼۍ او بابر بڼ وروسته نن په پغمان کې هم نندارې ته وړاندې شوی دی.
دا دود دی چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو نړیوال جام د ځینو نورو هېوادونو په شمول د هرې ګډونوالې لوبډلې هېواد ته وړل کېږي.
دا هم په دغو سیالیو کې د افغانستان د ګډون درېیم ځل دی او هم دغه هېواد ته د دې لوبو د کپ یا ټرافۍ وړلو.
که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې د کرېکټ نړیواله شورا به افغانستان ته د دې جام وړلو سره مخالفت څرګند کړي، خو په کرېکټ بورډ کې چارواکیو ویلي وو، چې دا جام به هرو مرو افغانستان ته را وړي.
دغه ټرافي د سپټمبر میاشتې په ۷ نیټه کابل ته را ورسیده او د درالامان په ماڼۍ او بابر بڼ او نن په پغمان کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
تمه کیږي، چې دغه ټرافي به د هېواد نورو ولایتونو ته هم د نندارې په موخه یوړل شي.
ټاکل شوې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو لوبو کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د راروانې اکتوبر میاشتې پر ۵مه نېټه پیل شي.
د دغو لوبو کوربه توب هند کوي او د دغه هېواد په شمول لس لوبډلې؛ افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، نیوزیلنډ، نیدرلېنډز، جنوبي افریقا او شري لنکا ګډون پکې کوي.