د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي، د سیمه ییز پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالي په سپین خاورې کلي کې د اوبو لګولو پوښ کانال او سربند جوړ اوکار یې بشپړ شو.
دغه وزارت وایي، د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۱۰۳ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۲۲۱۹ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کوي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دغه راز زیاته کړې چې د دغې پروژې له لارې به نه یواځې د سیمې د بزګرانو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې کروندو ته د اوبو د رسیدو د لارې په اوږدو کې به د اوبو له بې ځایه ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.