Home » سپورټ » د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیايي کپ؛ افغان اتلان د بنګله دېش سره نن لوبه کوي

د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیايي کپ؛ افغان اتلان د بنګله دېش سره نن لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه د سپتمبر ۳مه) د کرېکټ اسیايي کپ په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري.

دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده. بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه.

د افغانستان او بنګله دېش نننۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲ بجو د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي‌ کې پیل شي.‌

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون شنبه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده او دا چې دواړه ښې لوبډلې سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې بنګله دېش له افغانستان سره ۱۴ ځلې مخامخ شوې ده، چې ۸ بنګله دېش ګټلي او ۶ افغانستان ګټلي دي.

بنګله دېش خپلې ۵ لوبې په خپل کور کې ګټلي او هیڅ کومه لوبه یې د افغانستان په کوربه تو‍‍ب نه ده ګټلې، خو افغان اتلانو بیا د بنګله دېش په کوربه توب ۵ لوبې ګټلي دي. همدارنګه بنګله دېش ۳ لوبې په ناپییلي لوبغالي او افغانستان بیا ۱ لوبه په ناپییلي لوبغالي کې ګټلې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...