Home » سپورټ » د کرېکټ نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې د افغانستان ‘تاریخي بریا’ د نړۍ په کچه وستایل شوه

د کرېکټ نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې د افغانستان ‘تاریخي بریا’ د نړۍ په کچه وستایل شوه

هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د پیاوړي انګلستان خلاف د افغانستان تاریخي‌ بریا په پراخه کچه ستایل شوې ده.

د کرېکټ نړۍ له ګڼو اوسنیو او پخوانیو ستورو رانیولې تر پېژندل شویو سیاسي او ټولنیزو څېرو افغانستان ته د دې سترې بریا مبارکي ویلې او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله یې د ښې لوبې له کبله ستایلې ده.

انګلستان د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د تېر نړیوال جام اتل دی او افغانستان په سږني‌ نړیوال جام کې د لسو شاملو لوبډلو په ډلبندۍ کې اتم ځای لري.

دا د کرېکټ یو ورځنیو لوبو دریم نړیوال جام دی چې افغانستان پکې لوبېږي.

د کرېکټ په نړۍ کې پر ‘افسانوي’ لوبغاړي پېژندل کېدونکي پخواني هندي توپ وهونکي سچڼ ټنډولکر د اېکس یا مخکیني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د رحمان الله ګربز له پیاوړې توپوهنې سره د افغانستان هر اړخیزه په زړه پورې هڅه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او چټک توپ اچوونکي شعیب اختر لیکلي “د افغانستان لوبډله د اوسني عصر کرېکټ کوي. دا یې د توپ وهنې په لومړیو لسو اوورونو کې کتلی شئ. توپ اوچونه یې هم همداسې. ډېر څه ترې زده کېدای شي.”

د کرېکټ پېژندل شوي مبصر هرشا بهوګلي د اېکس یوه پیغام کې لیکلي “د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ستره شیبه. او د دې یو ښه مثال چې تاسو څنګه کړاو منئ او مخ پر وړاندې ګورئ. افغانستان زموږ د وخت د کرېکټ تر ټولو د یادولو وړ کیسه ده.”

د هند د کرېکټ بل پخواني ملي لوبغاړي یوسف پټان ويلي “ډېر ښايي دا ‘اپسېټ’ وګڼي، خو زه وايم چې افغانستان د نړيوال جام اتل انګلنډ ته په ماتې ورکولو سره له هره اړخه د باکیفیته کرېکټ ښودنه وکړه. افغانستانه بریا دې درته مبارک وي.”

د نړۍ لروبر د کرېکټ له دغو لوبغاړو، مبصرینو او مینوالو ورهاخوا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم افغانانو ته د دې بریا مبارکي ویلې.

همدا راز د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د انګلنډ خلاف پر دې بریا د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د افغانستان ملې لوبډلې لوبغاړو ته نورې بریاوې غوښتې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین لیکلي “افغان اولس ته دې د انګلستان پر خلاف د کرېکټ بريا نيک مرغه وي. افغان کرېکټ لوبغاړو خپل انعامونه او فيس د هرات زلزله ځپلو ته بخښلي دى.”

هغه زیاته کړې: “افغان کرېکټ لوبغاړو ته آفرين وايو چې دوی کله هم موقع پيدا کړې ده، نو یوازې کرکټ نه بلکې د ژوند په هره برخه کې یې د خپل ملت خدمت کړی دی.”

پېژندل شوي افغان پانګوال او سوداګر میرویس عزیزي افغان لوبډلې ته د دې بریا د مبارکۍ تر څنګ لیکلي “زه دوی ته د افغانستان خلکو لپاره د هیلو او ویاړ احساس په راوړلو کې د لا بریالیتوبونو هیله کوم.”

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ...