د کرونا د مثبتو پېښو؛ تر ټولو کم شمېر تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۳ پېښې ثبت شوې.
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا یوازې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا په هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدو بیا تر اوسه په یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ثبت شویو مثبتو پېښو تر ټولو کم شمېر ښیي.
روغتیا وزارت وایي، چې تر اوسه پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۳۸ زره اوښتی دی.
په ورته وخت کې یاد وزارت څرګنده کړې چې په همدې موده کې له کرونا وبا کوم څوک مړه شوي هم نه دي.
یاد وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته څلور کسان بېرته روغ شوي چې ورسره له یادې ناروغۍ د رغېدلیو کسانو شمېر بیا تر ۲۹ زره پورته شوی دی