نن سې شنبه سهار د کابل پنځمه ناحیه کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس او د قاصد ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز مسوول پوهنوال دوکتور عبدالباقي امین د هغه په موټر پسې په نښلول شوي ماین چاودنه کې شهید شو.
د لومړنیو راپورونو پر اساس، نوموړی له کور څخه دندې ته پر لاره و چې په نښه شو او په دې پېښه کې د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت هم تائید کړې چې د دې وزارت د علمي شورا رئیس نن سهار د کابل پنځمه حوزه کې د هېواد د دښمنانو له لوري په نښه شوی دی.تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.