Home » اقتصادی » د هېواد د شمال-جنوب لویه لار۱۷۷کیلومېتر رغېدلې
رویداد خبري آژانس

د هېواد د شمال-جنوب لویه لار۱۷۷کیلومېتر رغېدلې

د افغانستان د ټولګټو وزارت وایي چې د شمال-جنوب نښلوونکي سړک د ۱۷۷ کیلو مترو جوړېدو چارو بشپړې شوې دي.

د افغانستان شمال- جنوب نښلونکي سړک ۹۰۹ کیلو متره اوږد والی لري چې کندهار له بلخ سره نښلوي او غځېدلی سړک به یې له ارزګان، بامیان، دایکندي او سمنګان ولایتونو نه تېر شي.

د ټولګټو وزارت په یوې خبرپاڼې کې چې پرون یکشنبې په ورځ (وری۲۹) خپره شوې راغلي دي چې د دغه سړک دوه برخې له مزارشریف نه تر دره صوف پورې ۱۳۵ کیلومیتره او د بامیانو څخه تر یکاولنګ پورې ۴۲ کیلو میتره بشپړې شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د شمال-جنوب سړک د بلې برخې چارې چې د کندهار نه تر ارزګان پورې غځېږي نژدې راتلونکې کې به پیل شي.

د دغه وزارت په وینا: “اوس مهال مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره د تورخم بندر له لارې نښلول شوې ده چې سالنګونه او ماهیپر د بار وړونکو موترو د تګ راتګ لپاره ستونزمن دي.”

د ټولګټو وزارت وايي د دغه نښلوونکي سړک د دره صوف نه تر یکاولنګ برخې باندې چې ۱۸۳ کیلو مټره اوږد والی لري کار روان دی.

اوس مهال افغانستان کې تر ټولو اوږد سړک د دغه هېواد حلقوي سړک دی چې لا هم بشپړ شوی نه دی.

افغانستان غرنی هېواد دی او دغه هېواد یې د تګ را تګ او د اسانیتاوو په برخې کې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

په وستیو کلونو کې دغه هېواد کې د اوسپنې لسګونه کیلو متره پټلۍ غځول شوې او سړکونه جوړ شوي خو روان تاوتریخوالی لا هم د دغه پرمختګ لوی خنډ ګڼل کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...