Home » اقتصادی » د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې درې نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ورغول شول
رویداد خبري آژانس

د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې درې نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ورغول شول

په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې درې د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ورغول شول.

په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په قول فقیر، پلال میرکه او قمبر علي سیمو کې د نجونو او هلکانو د دریو لومړنيو ښوونځيو د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

رویداد خبري آژانس

یاد هر یو ښوونځی شپږ ټولګي، یوه یوه اداري خونه، یوه یوه د څښاک اوبو څاه او درې بابه تشنابونه لري، چې پر رغېدلو یې ټولټال( 13,417,000 )افغانۍ لګښت شوی او په راتلونکې کې به د یادې سیمې سلګونه تنه زده کوونکې د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال له شتونه برخمن شي.

رویداد خبري آژانس

دا مهال په بهسودو ولسوالۍ کې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې د ١٨ ښوونځیو د رغېدو چارې رواني دي، چې ډېر ژر به یې کارونه بشپړ شي. د یادونې وړ ده، چې په دې ولسوالۍ کې به ټول ١٩ ښوونځي ورغیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...