د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول.
په دغو قراردادونو کې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه شامل دي، چې وطن درخشان شرکت ته چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت یې ونډوال دی د لومړي بلاک؛ ساحل شرق میانه شرکت ته چې دره نور افغاني او ايپکول ترکي شرکتونه یې ونډوال دي، د دوهم بلاک؛ شمش ملي شرکت ته چې GBM او AD Resources انګليسي شرکتونه یې ونډوال دي، د درېیم بلاک؛ باختر فولاد شرکت ته چې احیای سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونه یې ونډوال دي، د څلورم بلاک؛ افغان انوېسټ شرکت ته د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو او جستو کان د یو بلاک؛ چینا-افغانستان شرکت ته چې افغانستان زړور شرکت یې ونډوال دی د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سرو زرو کان او توریا خصوصي شرکت ته د لوګر ولایت د دوهم مس عینک کان قراردادونه ورکړل شول.
د یادولو وړ ده چې د یادو ۷ قراردادونو د چارو ترسره کولو لپاره په مجموعي ډول ۶ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره پانګونه کېږي.