Home » سپورټ » د لومړي ځل لپاره له نبي پرته ملي لوبډله اعلان شوه

د لومړي ځل لپاره له نبي پرته ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې به د یادې میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د یاد سفر لپاره ۲۲-کسیزه لوبډله به تر لوبو وړاندې تمریناتي کمپ کې برخه واخلي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ د فبروري میاشتې په ۱۶مه نېټه د ابوظبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي، دغه راز به د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۲ کسیز نوملړ ټاکلی دی چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي پکې شامل دي. په یادو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي، خو د محمد نبي عیسی خیل نوم په لوبډله کې نه تر سترګو کیږي.

یاد ۲۲ لوبغاړي به راتلونکې اونۍ د متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي چېرته چې به د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په ابوظبۍ کې یوه تمریناتي کمپ کې برخه واخلي چې له منځه به یې ۱۵-۱۷ لوبغاړي د یادو سیالیو لپاره وټاکل شي. د افغانستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د خپلو اوږدمهالو پلانونو له مخې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم ملي لوبډلې ته وټاکي ترڅو په راتلونکي کې د شل اوریزو سیالیو لپاره یوه پیاوړې او متوازنه لوبډله ولري.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په لوبډله کې هغه لوبغاړي شتون نه لري، چې د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹ نیټه یې د هېواد لپاره لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې برخه اخیستې وه. د دې لوبې وروستی لوبغاړی، چې تر اوسه لوبه کوي، محمد نبي دی، خو په لوبډله کې یې نوم نه تر سترګو کیږي.

دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي. د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ...