Home » اقتصادی » د غلام خان بندر د ترانزیټي موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو
رویداد خبري آژانس
غلام خان بندر

د غلام خان بندر د ترانزیټي موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو

په لومړي ځل د خوست د غلام خان له لارې ټرانزیټي محموله تر سره او د ولسونو لخوا یې تود هر کلی وشو.

په دې مراسمو کې د خوست ولسونو د هغو باروړونکو موټرو تود هرکلی وکړ، چې په ترانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسېدل.

د خوست والي مهمند کټوازي وویل چې په لومړي ځل د غلام خان له لارې د ترانزیټي مالونو محموله تر سره شوه، چې په دې سره غلام خان له مرکزي اسیا سره وصل او د ترانیزیټي موټرو تګ راتګ پرې پیل شو.

نوموړي وویل چې په دې لار به د ترانزیټ لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

کټوازي وویل، چې خوست د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ډېر فرصتونه لري او د منظمو پلانونو له مخې به د هر اړخیز پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...