Home » اقتصادی » د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ
رویداد خبري آژانس

د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ستونزې هوارې نه‌شي مارکېټونه به تړلي وي.

په اعلامیه کې راغلي د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزېع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې مطابق قانوني کړي.

له دې وړاندې د انفرادي صرافیو جوازونه درې کلن و.

د صرافانو ملي اتحادیه وايي، د صرافانو له وړاندیزونو او نظریو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه ملغی کړي دي.

دوی ټینګار کوي چې د صرافۍ شرکتونو او انفرادي صرافیو مالیه باید ثابته وي او له ۱۳۹۶ کال تر ۱۳۹۹ کاله مالیات دې په هغه کال مجرا شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...