د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ا.ا مشر، هیبت الله اخندزاده د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون توشیح کړی دی.
دې وزارت پرون شنبې، د غویي ٢٩مه په یوه اعلامیه کې ويلي، چې دغه قانون په «رسمي جریده» کې خپور شوى او له دې وروسته «نافذ» دی.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قانون په دریو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی دی.
د ا.ا د عدلیې وزارت زیاته کړې: “د دې قانون له مخې، هغه کسان چې روغ دي یا کار کولای شي او د یوې ورځې لپاره کافي خواړه ولري، له سوال کولو منع دي او د سوالګرۍ لپاره د دغو کسانو له خوا له ماشومانو، معلولو او معیوبو کسانو څخه کار اخیستل هم منع دي.”
د دوی په وینا: “په دې قانون کې د مسلک په توګه سوال کول تنظیم شوي او د سوال کولو مقررات هم منع دي او مرتکبینو ته یې د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.”
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه قانون کې د هغو کسانو لپاره د حبس سزا هم ټاکل شوې، چې له ماشومانو، لیونیانو او معلولینو څخه د سوالګرۍ لپاره ګټه اخلي.
تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ په سلواغې میاشت کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی و چې په کابل کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ زره سوالګر په نښه او راټول کړي دي.