Home » اقتصادی » د سالنګ لویه لاره به سر له ننه د بیارغونې لپاره تر نامعلومې مودې تړلي وي

د سالنګ لویه لاره به سر له ننه د بیارغونې لپاره تر نامعلومې مودې تړلي وي

د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی.

د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا ویلي، د سالنګ لویه لاره به د یکشنبې له ورځې څخه د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بنده وي.

د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې مخکې پیل شوې وې خو چارواکیو څو ورځې مخکې ویلي وو چې له نننۍ ورځې څخه وروسته به په تونل کې دننه د کانکرېټ اچولو چارې پیل شي.

له دې مخکې موټرو پر دې لویې لارې له دواړو خواوو څخه په نوبت سره تګ راتګ کاوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...