د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د تخار – بدخشان لویې لارې د ترميم او بيا رغونې کار پیل شوی او د دې پروژې لګښت به څه د پاسه ۱۵.۹ ميليونه افغانۍ وي.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تخار – بدخشان لویې لارې د ترميم او بيارغونې کار، د تخار د یو شمېر سيمه ییزو مسئولينو له خوا پیل شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک ۵۸ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ویجاړو برخو پر ترميم سربېره، د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي یو پل، ۸ پلګوټي، ۲۰ متره معبر، ۴۰ متره ډبرین استنادي دېوال او ۱۴۸ متره ګابیوني دېوال شامل دي چې ترميم او بیارغول کېږي.
دغه ترمیماتي پروژه د ټولګټو وزارت او صفت ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه د پاسه ۱۵.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي او په راتلونکو څلورو مياشتو کې به يې کار بشپړ شي.