Home » سیمه او نړی » د اوکراییني ځواکونو په خټه افغان قوماندان کیېف کې خاورو ته وسپارل شو

د اوکراییني ځواکونو په خټه افغان قوماندان کیېف کې خاورو ته وسپارل شو

له روسیې سره په جګړه کې د اوکراییني ځواکونو د افغان قومندان جلال نوري مړی په کېیف کې خاورو ته وسپارل شو.

څو میاشتې مخکې رپوټونو کې وویل شول چې جلال نوري وژل شوی خو دغه رپوټونه تایید شوې نه وو.

یو ګومان دا و چې نوموړی به ښايي په ټپي حالت کې روسیې ځواکونو نیولی وي.

خو د هغه د کورنۍ غړو او اوکراییني پوځي چارواکو اوس تایید کړې ده چې جلال نوري څو میاشتې مخکې وژل شوی او مړی یې په یخچال کې ساتل شوی و.

څه باندې ۴۰ کلن جلال نوري په ۱۹۹۸ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه اوکرایین ته لاړ.

نوموړي په اوکرایین کې یو امنیتي شرکت درلود او د خپلې وینا له مخې یې په ۲۰۱۴ کال کې یې هم له روسي ځواکونو سره په جګړه کې برخه اخیستې وه.

کله چې روسیې د تېر کال لومړیو کې پر اوکرایین یرغل وکړ نو جلال نوري د یو شمېر اوکراییني پوځیانو قومنده په غاړه واخیسته او د روسیې ځواکونو مقابلې ته ووت.

جلال نوري له یوې اوکرایینې ښځې سره واده کړی و او یوه شل کلنه لور لري.

هغه پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته خپله کورنۍ اروپا ته واستوله.

خاورو ته د جلال نوري د سپارولو په مراسمو کې ګڼ شمېر اوکراییني پوځیانو برخه اخیستې وه، د هغه پر مړینه یې اوښکې بهولې.

جلال نوري ته نژدي کسانو بي بي سي ته ویلي چې هغه څلور میاشتې مخکې وژل شوی او تراوسه یې جسد په یخچال کې ساتل شوی و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...