د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې د بدخشان د شورابک بند وسایل او تجهیزات دغه بند ته رسېدلي دي.
دغه اداره وایي، دمګړی تخنیکي ټیمونه په شورابک بند کې په کار بوخت دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا د تولید توربینونه او جنراټورونه او نور اړین توکي نصب کړي.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې ددغه بند فعالېدل او د برېښنا تولید به په بدخشان کې یوه ستره لاس ته راوړنه وي او ددغه ولایت د مرکز په ګډون به د ولسوالیو اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.
دغه ادارې همدا راز د نیمروز په کمال خان بند کې هم د چټک کار خبر ورکوی او په وینا یې په دغه بند کې تخنیکي کارونه په چټکۍ روان دي او ژر تر ژره به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.