ولسمشرغني او د هندوستان لومړی وزیر نریندا مودي نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۸۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي.
انډیا ټوډې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دواړه مشران به د یادې پروژې د لاسلیک ترڅنګ له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو بحث وکړي.
دغه راز د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، نن د افغانستان او د هند هېواد تر منځ د کابل ولایت په للندر سیمه کې د شاتوت بند جوړولو تړون لاسلیکېږي.
دا بند به شاوخوا څلور زره هیکتاره مځکې ته اوبه ورکړي، د کابل دوه میلیونه وګړو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي، ۱۱۳ متره لوړ او ۶۰ متره پلن دغه بند به په درو کلونو کې جوړ شي.
هند تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د سلما بند هم جوړ کړی چې په هغه هم په میلیونو ډالره لګښت راغلی دی، دغه راز یاد هېواد تېره ورځ افغانستان ته د کرونا وایروس ضد واکسین چې دغه هېواد خپله جوړ کړی ۵۰۰ زره ډوزه یې افغانستان ته راولېږه.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه واکسین به د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید وروسته په افغانستان کې دوه نیم لکه کسانو ته ورسېږي چې لومړی به یې ډآکترانو، سرتېرو، او هغه کسان چې له کرونا سره په مبارزه بوخت دې او د یاد وایروس له کبله زیانمن شوي و وېشي.