د افغانستان او هند ترمنځ د شاه توت بند جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
دا تړون نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوی دی.
دا بند به شاوخوا څلور زره هیکتاره مځکې ته اوبه ورکړي، د کابل دوه میلیونه وګړو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي، ۱۱۳ متره لوړ او ۶۰ متره پلن دغه بند به په درو کلونو کې جوړ شي.
د دې بند پر جوړولو به ۲۸۶ میلیونه ډالر لګښت راشي.
ولسمشر غني یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت پلان یې په بریالۍ توګه پر مخ روان دی.
د هغه په خبره، د بندونو د جوړولو چارې په عملي ډول یو پر بل پسې روانې دي چې له سلما، کمال خان، شورابک، د کجکي د دویم فاز، شاه او عروس بندونو تر جوړولو وروسته له نیکه مرغه دا وخت هم را ورسېد چې شاهتوت بند هم جوړېږي.
په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته ټټر وهلی او د یو سوله ییز افغانستان هیله یې څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د سلما بند هم جوړ کړی چې په هغه هم په میلیونو ډالره لګښت راغلی دی، دغه راز یاد هېواد تېره ورځ افغانستان ته د کرونا وایروس ضد واکسین چې دغه هېواد خپله جوړ کړی ۵۰۰ زره ډوزه یې افغانستان ته راولېږه.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه واکسین به د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید وروسته په افغانستان کې دوه نیم لکه کسانو ته ورسېږي چې لومړی به یې ډاکترانو، سرتېرو، او هغه کسان چې له کرونا سره په مبارزه بوخت دې او د یاد وایروس له کبله زیانمن شوي و وېشي.