د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اذربایجان سفیر، الهام محمدوف کابل ته راغلی او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې کتلي دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي نن سهار (پنجشنبه د سلواغې ۲۶) په ټولنیزه شبکه X کې لیکلي چې د اذربایجان ډیپلوماټ په کابل کې د سفارت د پرانیستلو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مکتوب امیرخان متقي ته سپارلی دی.
بلخي زیاته کړې چې امیرخان متقي په کابل کې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان د سفارت پرانیستل او د سفیر په کچه د یوه ډیپلوماټ استول د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم پرمختګ بللی دی.
متقي په دې کتنه کې همداراز ویلي چې غواړي د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان په سفارت کې د ډیپلوماټیک حضور کچه لوړه کړي.
د بلخي په وينا، چې بلخوا محمدوف ویلي چې دا په تاريخ کې لومړى ځل دى چې په کابل کې د اذربايجان سفارت پرانيستل کېږي.