د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، د کاروان پوهنتون مشر او ملي سوداګر جاوید اندېش ووژل شو.
عمر داودزي دغه خبره پرون جمعه (د زمري ۲۲مه نېټه) په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې او د چا له خوا وژل شوی دی؟
ښاغلي داودزي زیاته کړې، اندېش د افغانستان يو له ژمنو ځوانانو او سوداګرو څخه و چې کلونه کلونه یې د هېواد ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې ګڼ شمېر اغېزناکه فعالیتونه ترسره کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری خلکو دغه خبره لیکلي چې جاوېد اندېش له لسو نورو کسانو سره یو ځای د غزني ولایت مقام په انګړ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
افغان هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت مرکز له سقوطه وروسته د ښار په ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل.