Home » اقتصادی » خوست کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې پلې کېږي

خوست کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې پلې کېږي

د خوست ولایت په بېلا بېلو ناحیو کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو او ویالو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د متون ښاروال بسم الله بلال وايي، چې په ۱۴۰۲ مالي کال په پلان کې ۱۲ پروژې د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په پام کې نیول شوي، چې له جملې څخه یې په لومړۍ ناحیه کې د ۴۸۰ مترو او په دویمه او دریمه ناحیه کې په مجموعي توګه د ۶۵۰۰ مترو په اوږدوالي ویالې او سړکونه په پاخه او اساسي توګه په شپږو میاشتو کې جوړېږي.

په ورته وخت کې د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت وویل، چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې د سرپرست حکومت له خوا د بیا رغونې پروژې په لوړ کیفیت سره سرته رسېدلي او د ټاکل شوي پلاوي له لوري څارنه او ارزونه یې شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...