Home » اقتصادی » جوزجان کې د طبیعي ګازو وېش بېرته پیلېږي
رویداد خبري آژانس

جوزجان کې د طبیعي ګازو وېش بېرته پیلېږي

په جوزجان ولایت کې سیمه يیز چارواکي وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د شبرغان ښار زرګونه کورنۍ دوی ته د ورغځېدلو نل لیکو له لارې استخراج شوو طبیعي ګازو ته لاسرسی پیدا کړي.

د جوزجان والي ویاند معروف اذر وايي په یوه میاشت کې به د جرقدوق د نفتي سیمې څخه د شبرغان ښار مرکزه پوري د ګازو ۶ کیلو متره نل لیکه وغځوي چې د ګازو اصلي وېش سره ونښلول شي.

د معروف اذر د معلوماتو له مخې، لومړی به هغو کورنیو ته ګاز ووېشل شي چې په تېرو کلونو کې یې کورو ته د ګازو نل لیکې غځول شوي وي:”د شبرغان ښار د ګازو نل لیکې د جوړېدو کار د جرقدوق له سیمې پیل شوی، دغه نل لیکه به د ایف پروژې پورې چې ښار ته د ګازو د وېش سیمه ده وغځول شي او په پیل کې به هغو کورنیو ته ګاز ورکړل شي چې په تېرو کلونو کې یې کورونو ته نل لیکې رسېدلي وي”.

اوس مهال په جوزجان کې د نفتي ګازو ۷۶ څاګانې شته چې له ډلې یې نږدې یوازې دریمه برخه فعاله دي.

په وروستیو کلونو کې څو تولیدي شرکتونو د شبرغان ګازو په هیله په مزار او جوزجان ولایتونو کې پانګونه کړې، خو تر دې دمه دغو شرکتو ته ګاز نه دی رسېدلی او کارونه یې په ټپه ولاړ دي.

افغان حکومت وايي هڅه کوي په جوزجان ولایت کې غیرفعاله څاګانې فعاله او دغو شرکتونو ته ګاز ورسوي.

د جوزجان ولایت د سیمه يیزو چارواکو په خبره دغه هغه اندازه ګاز چې اوس ویستل کېږي د شبرغان ښار اړتیا پوره کولی شي او دوی هڅه کوي، چې د مزار د سرې او برېښنا کارخونې ته نور ګاز هم ورکړي.

اوس مهال دغه ستره کارخونه د ګازو نه شتون له کبله ولاړه ده.

افغانستان ته دا مهال ډېر ګاز له ترکمنستان او ایران څخه ګاز واردېږي چې د افغان سوداګرو په خبره له بهر څخه واردېدونکی دا ګاز که له یوې خوا په نرخ لوړ له بلې خوا یې کیفیت هم ښه نه دی.

دوی وایي که افغانستان له خپل ویستونکي ګازه استفاده یقینې کړي د ګڼو نورو ښیګڼو تر څنګ به یې چاپېریال ساتنې ته پام ډېر شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...