په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د وسلهوال بريد پرمهال په پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګر ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې دغه وسلهوال بريد بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۹مه) د جنوبي وزیرستان په خېسور سيمه کې شوی.
د ځايي چارواکو په خبره په دې وسلهوال بريد کې ۳ پوځيان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره، جګړه خورا شديده وه او څه د پاسه درې ساعته يې دوام وکړ. دې چارواکو بيا وسلهوالو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړي.
خو ځايي اوسېدونکی بيا رسنيو ته ويلي چې د وسلهوالو له لوري د پوځيانو پر پوستې د بريد په ترڅ کې ۸تنه پوځيان وژل شوي او له ۱۰ ډېر ټپيان شوي دي.
د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد مسووليت دې ډلې په خپله غاړه اخيستی او په کې يې پاکستاني پوځيانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د تحريک طالبان پاکستان ډله چې تر ډېره د ډيورنډ له کرښې پورې غاړه په قبايلي سيمو کې فعاله ده، وخت ناوخت د پاکستان پر پوځ ورته مرګوني بريدونه کوي.