د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د هېواد په کچه ۱۵ زره او ۹۹۴ مټریک ټنه انځر تولید شوي دي.
دغه وزارت پرون چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه نېټه) د په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د احصایي او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي، چې کندهار، ارزګان، زابل، هلمند، فاریاب او پروان هغه ولایتونه دي، چې ډېر انځر په کې تولید شوي دي.
اعلامیه کې راغلي، په هېواد کې د کال زرګونه ټنه وچ او تازه انځر راټولېږي او په کور دننه او له هېواده بهرخرڅلاو ته وړاندې کیږي.
انځر د ارزښت لرونکو او مهمو مېوو په ډله کې شمېرل کیږي، چې د تازه انځرو هره کیلو له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو او وچ انځر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو خرڅېږي.