د اوسپنې پټلۍ ادارې په تېره یوه میاشت کې د حیرتان- مزار شریف، خواف- هرات او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳ زره لو ۴۹۷ زره ټنه تولیدي او زراعتي توکي بهر ته صادر کړي دي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، دغه توکي اوزبېکستان، روسیه او قزاقستان هېوادونو ته استول شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتې مالونو لېږد هره ورځ په منظم ډول دوام لري، چې په تېره میاشت کې ٥ زره او ١٦٨ سوه واګونونه سوداګریز توکي هېواد ته وارد شوي دي.
په دغه شمېر واګونونو کې ٣٨٣ زرو څخه زیات ټونو سوداګریز توکي بار و، چې عمده برخه يې خوراکي مواد او همداراز نوره برخه يې نفتي، ساختماني او نور ارټیا وړ توکو دي