تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه. تورخم دروازه له ۹ ورځو بندیدو وروسته نن جمعه د خلکو او تجارتي ګاډو پر مخ پرانیستل شوه.
د دروازې له پرانیستل کېدو سره دواړه غاړو ته په تمه خلک پورې وتل او بار وړونکو ګاډو ته له کرښې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر هم تایید کړې ده چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ په موخه خلاصه شوه.
وړاندې په تورخم کې ځايي چارواکو پنجشنبې ماښام وويل، سبا د جمعې په ورځ د تورخم دروازه د مسافرو او موټرو پر مخ پرانيستل کېږي.
د تورخم کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب له رسنیو سره په خبرو کې د لارې د پرانيستلو پخلی وکړ او زياته يې کړه، “دواړو لوريو ژمنه کړې چې د جمعې پر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار اته بجې به د تورخم دروازه پرانيستل شي.”
دغه لاره نهه ورځې وړاندې وروسته له هغه پاکستاني لوري وتړله چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
د نښتې په ورځ (چهارشنبه ۶ سپټمبر) د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې، “نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه.”
پاکستاني چارواکو بیا ویلي وو چې “طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله” چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.”