په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسلهوالې نښتې روانې دي.
د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او بل د درنو وسله ډزې کړې دي.
د چترال مرستیال کمېشنر محمد علي رسنیو ته ویلي چې افراطي وسلهوالو پر پاکستاني پوځيانو دوه راکټونه وویشتل، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د څرخي الوتکو له لارې د وسلهوالو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
ده د افراطي وسلهوالو په لاس د پاکستاني سرتېرو د نيول کېدو راپورونه بې بنسټه وبلل.
تحريک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرون شنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وسلهوالو يې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځ پر مرکز توغندي وویشتل او هلته ولاړ ټول پوځي ګاډي یې له منځه وړي دي.
ټي ټي پي د پاکستاني پوځ د درېيو پوستو د نيولو ادعا هم کړې ده چې پوځ یې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان پوځ په دې نښتو کې د ۴ سرتېرو وژل کېدل منلي او د ۱۲ وسلهوالو د وژنې ادعا کوي.
خو ټي ټي پي وايي چې ۱۲ پوځيان یې وژلي او ځينې يې ژوندي له ځان سره بېولي دي.