Home » افغانستان » امنيتي ځواکونو د فارياب دوې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولي

امنيتي ځواکونو د فارياب دوې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولي

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د فارياب پښتون‌کوټ او قره‌باغ دوې ولسوالۍ نن سې‌شنبه د (چنګاښ په ۸مه) له وسله‌والو طالبانو بېرته نيولي دي.

دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، افغان ځواکونو د نورو ولايتونو ترڅنګ په غزني او پروان کې هم د ولسواليو د بېرته نيولو جدي هڅې پيل کړې او زياتوي چې ژر به په يادو ولايتونو کې هم يو شمېر ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له ولکې ازادې شي.

ځينو رسنيو ملي دفاع وزارت ته د نږدې سرچينو په حواله دا هم ويلي، چې په کندوز او تخار کې هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري پرمختګ شوی او ګڼې ولسوالۍ به بېرته د دوی لاس ته پرېوځي.

وسله‌والو طالبانو په وروستيو کې پر جګړې خپل تمرکز زيات کړی او برعکس د سولې مذاکراتو په تړاو يې خپله دلچسپي کمه کړې ده. خو د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) څرګنده کړه چې د سولې په اړه د مذاکراتو په موخه به د حکومت دروازه تل پرانيستې وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...